د افغانستان په ختېځ کې د ملي پوځ سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت به خوګیاڼو ولسوالی کې ماین چاودنې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۳ مه نیټه د خوګیاڼي ولسوالی د زاوې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ۷ وسله وال طالبان چې غوښتل یې د زاوې په سیمه کې یوه خودسازه ماین ځای پر ځای کړي د خپل ماین ښکار شول.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د خبرپاڼې له مخې، په دې چاودنه کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.