د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پر ۵ کاله بند محکوم شوي ولسي جرګې ته نوماند په داسي حال کې چې له هیواد څخه یې د تیښتې هڅه کوله په بلخ ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي:” د پکتیکا ولایت اوسیدونکی او له یاد ولایت څخه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند چې د اسنادو د جعل او تضویر په جرم د محکمې له لوري په ۵ کال بند محکوم شوي وو. د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیس لخوا په بلخ ولایت کې هغه مهال ونیول شو چې له هیواد څخه یې د تیښتې هڅه کوله “.

خبر پاڼه زیاتوي، دغه کس چې غوښتل یې د حیرتان بندر له لاري له هیواد څخه بهر و تښتي د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خبر پر بنسټ، د حیرتان بندر د تګ او کنترول امریت پولیسو لخوا و نیول شو.