د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن سهار د ناټو د عمومي سرمنشي له لوري د اجنډآ په ویلو سره په بروکسیل کې پیل شوه.

دغه ناسته چې د چهار شنبې او پنجشنبې په روځو به د ناټو په مقر بروکسیل کې داوم وکړي، پر روسیې هیواد به د هستوي پیمان د سرغړونکي هیواد په توګه بحث او په افغانستان، عراق او کسوا هیوادونو کې به د دغو سازمان د ماموریت په تړاو بحثونه ترسره  او تصمیمونه به ونیول شي.

د دغې غونډې ګډونوال په لومړۍ ورځ د هستوي وسلو په اړه له شوي تړون څخه د روسیې په سر غړونه بحث کوي او یو ځل به بیا له مسکو څخه وغوښتل شي چې د هستوي فعالیتونو له پراختیا څخه لاس پر سر او دې شوې پیمان ته درناوي وکړي.

د جمیز استالتنبرګ په وینا، د دغې غوڼدې پرمهال به په یوه بله ګزینه چې له دغو پیمان څخه د امریکا او متحدینو وتل دي هم خبرې وشي.

ښاغلي استالتنبرګ پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په عین وخت کې له پیمان څخه پرته د ېوې هستوي نړۍ په اړه هم غږیږو. په دغې غونډه کې به ناټو په دې اړه هم تصمیم ونیسي چې له یوې داسي نړۍ سره  څنګه  انطباق وکړي چې روسیې هستوي مزایل لري.

د ناټو سر منشي د افغانستان په اړه څرګنده کړه چې له دغو هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو برنامه د بحث وړ نه ده. هغه له افغان امنیتي ځواکونو سره د ښوونې، روزنې او تخنیکي مرستې په برخو کې خپلې کړې ژمنې تازه کړې.

ټاکل شوې چې د دعې ناستې په وروستۍ ورځ ( ۱۴ فبرورۍ) به د دې غوڼدې برخه وال په افغانستان کې د یاد سازمان د ماموریت پر سر سره وغږیږي.

د دغې غونډې له پای ته رسیدو سره به د ناټو عمومي سرمنشي جمیز استالتنبرګ او د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پټریک اېم شنهن د دغې دوه ورځنۍ غونډې پر پایلو له رسنیو سره خبرو ته حاضر شي.