د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه،چې ۳۹ مورده اصلاحات په ځان کې رانغاړي، د کابیني له تصویب څخه وروسته توشیح کړې ده.

خبر پاڼه زیاتوي” د سیاسي ګوندونو، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو له استازو او د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې له بنسټونو سره تر سلا مشورو وروسته د ټاکنو قانون د ځینو مادو د حذف او زیاتولو د تعدیل طرحه نن د کابینې غونډې تصویب او جمهوررئیس توشیح کړه”.

د خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني د د غو  قانون له توشیح وروسته ویلي چې  دغه مسوده د افغانستان د سیاسي قشر، ولسمشرۍ  د راروانو ټاکنو او مدني بنسټونو د اجماع په پایله کې تصویب او توشح شوې ده. ښاغلي غني د ټاکنو په قانون کې  دغه را وستی تعدیل د یوې اړتیا له مخې ګڼلی دی.

د ټاکنو په قانون کې د دې راغلي تعدیل په اړه تېرې دوه ورځې د نوماندانو او مدني بنسټونو له استازو سره بحث شوي او د هغوی په حضور کې د رایو په اکثریت سره د ټاکنو په قانون کې ۳۹ مورده اصلاحات رامنځه شوي دي.