د خامه پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالي او نوي بغلان کې د ائتلافي ځواکو په هوایي بریدونو کې ۱۱ طالب وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ افغان کومانډویانو د داعیش پر پټنځایونو بریدونه کړي ۵ داعیشیان یې وژلي او د وسلو یو زیرمتون یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

خبر پاڼه زیاتوي چې د کنړ ولایت په پنج دره نومې ولسوالۍ کې د ائتلافي ځواکونو په یوه بل برید کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په پکتیکا کې هم افغان کومانډو ځواکونو هوایي عملیات کړي چې په پایله کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د وسلو یو زیرمتون یې له منځه وړل شوی دی.

په کندهار کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲ او د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې د ائتلافي ځواکونو په عملیاتو کې ۲ نور طالب جنګیالي وژل شوي دي.