افغان سولې په اړه دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، دافغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ دسولې د هڅو په دوام چین ته رسیدلی

  ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد به  هلته د چین له مشرانو سره دافغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

زلمی خلیلزاد چې دسیمې د هیوادونو په سفر وتلی تر دې مخکې یې دهندوستان په سفر کې دیاد هیواد  له چارواکو سره کتلي وو، هندي چارواکود افغان سولې په اړوند دامریکا هلې ځلې او لاسته راوړنې هیله بښونکې بللې وې.

زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ پر خپله ټوئټر  لیکلي چې هغه به په بیجنګ کې دچین چارواکو سره په افغان سوله او نورو مهمو موضوعاتو وغږیږي.

ټاکل شوې وه چې هند ته له سفر وړاندې امریکایي استازی کابل ته سفر وکړي او دافغان دولتي چارواکو او سیاسي مشرانو سره د سولې په روانو هڅو وغږیږي خو زلمي خلیلزاد ویلي چې دخرابې هوا له امله کابل ته په تګ نه دی  توانیدلی.

تیره میاشت ښاغلي خلیلزاد په متحده عرب اماراتو کې دطالبانو استازو سره دسولې خبرې کړې خو ددغه مزاکراتو پرمهال طالبانو دافغان دولت له مرکچي پلاوي سره له لیدنې انکار کړی وو.

له افغان حکومت سره د مذاکراتو د منلو په غبرګون کې افغان حکومت غبرګون ښوولی وو او دغه راز په جده کې د احتمالي کیدونکې ناسته کې یې، د نه ګډون پریکړه کړې وه.

افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو “افغان دولت سره دطالبانو لخوا دخبرو څخه ډډه کول دهغوئ سیاسي ماتې ده”

داماراتو له غونډې وروسته ټاکل شوې وه چې د روانې میاشتې په پیل کې به قطر کې دامریکا او طالبانو ترمینځ دخبرو یو بل پړاو هم ترسره شي خو دامریکا او نړیوالې ټولنې لخوا دغو خبرو کې دافغان دولت په ګډون دټینګار له امله طالبانو د قطر غونډه وځنډوله.