Thursday Dec 13, 2018

زلمي خلیلزاد له روسي چارواکو سره وکتل

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 08 2018, 6:06 am

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد له روسي چارواکو سره کتلي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله په یوه راپور کې لیکلي، چې د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پرون د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ایګرو مارګلوف او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړی استازی ضمیر کابلوف سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې دواړو غاړو د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو د پیل په اړه بحث او خبرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه یوازې سیاسي او سولییزه حل لاره لري او ټینګار یې کړی چې دا به د روسیې او د سیمې په ګټه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي زلمي خلیلزاد تېره اونی له ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان له چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ښاغلي خلیلزاد په راتلونکو ورځوکې ترکمنستان، قطر، او متحده عربي اماراتو ته هم لاړ شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید