Thursday Dec 13, 2018

کابل کې د صاحب ګل ۱۰ غیر مسوول وسله وال ونیول شول

نوشته شده توسط khaama - Sat Dec 08 2018, 4:54 am

په پلازمېنه کابل کې د صاحب ګل ډلې اړوند څه باندې ۱۰ غیر مسوول د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د کابل امنیه قومانداني په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د لیدی په ۱۵مه د کابل په بګرامی ولسوالی کې عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د صاحب ګل مشهور په ملا طوطي ډلې اړوند ۱۰ تنه وسله وال ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په نیول شویو کې د صاحب ګل ورو داود هم شامل دی.

د کابل د امنیه قومانداني په وینا، په دغه عملیات کې ۸ میله کلاشنکوفونه، ۱۹ عدده شاژورونه، د کلاشنکفو ۵۶۰ مرمي، پوځي یونیفیو، یوه عراده هایلکس ګاډی او یو شمېر نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې داهم راغلي، چې دغه کسان د ځمکو به غصب او نورو غیرقانوني کړنو کې لاس درلود.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید