Thursday Dec 13, 2018

د کابل په تړاو د شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اړه د ټاکنو کمېسیون غبرګون

نوشته شده توسط khaama - Fri Dec 07 2018, 6:43 am

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر پرېکړې غبرګون وښود.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوه بیان په خپرولو سره د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دا پرېکړه”غیرقانوني، سلیقوي او عجولانه“ بللې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل ولایت په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړه د خلکو له پاکو رایو سره معمامله ګڼي.

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد پرون ناوخته خبریالانو ته وویل، چې دغه کمېسیون به خپل عادي کار ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې د ټولو ولایتونو لومړنی انتخباتي پایلې به په راتلونکی اونی کې اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاند علي رضا روحاني پرون نن خبریالانو ته وویل، چې د بېلا بېلو حقوقي دلایلو له امله د کابل د ولسي جرګې ټولې رایې باطل اعلانېږي.

نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې له مخې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې دې بېرته له سره وشي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید