Thursday Dec 13, 2018

زلمي خلیلزاد د پاکستان له لومړی وزیر سره وکتل

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 06 2018, 8:01 am

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ د دې هېواد له لومړی وزیر عمران خان سره وکتل.

د پاکستان د لومړی وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په حواله راغلي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې ویلي و، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړی وزیر عمران خان ته یو لیک استولی او په افغانستان کې د موجودو ستونزو په هوارولو کې یې د اسلام اباد د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د طالبانو یوه سرچینه رسنیو ته ویلي، چې د محمد عباس ستانکزي په مشری د طالبانو یو لوړپوړي پلاوي د یاد ډلې له مشر ملا هبت الله سره د سلا مشورې لپاره پاکستان ته تللی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید