Thursday Dec 13, 2018

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 06 2018, 6:34 am

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د کابل ټولې رایې باطلې اعلان کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن خبریالانو ته وویل، چې د بېلا بېلو حقوقي دلایلو له امله د کابل د ولسي جرګې ټولې رایې باطل اعلانېږي.

نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې له مخې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې دې بېرته له سره وشي.

ډ تاکنو خپلواک کمېسیون مسوولینو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید