د نړی د اسماعیلیه فرقې مشر شهزاده کریم آغاخان د افغانستان د سولې او بیارغونې په اړه خپله ژمنه تازه کړه.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس په څنډه کې نن غرمه د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر والاحضرت شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې چې په جنیوا کې د جمهور رئیس غني په استوګنځي کې ترسره شوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د فعالیتونو، پانګونې او راتلونکو برنامو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې د شهزاده کریم آغاخان له قوله راغلي، چې دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ غوښتونکي دي او اغاخان بنسټ په دې برخو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ارګ ماڼی له مخې، محمد اشرف غني له شهزاده کریم آغاخان څخه په افغانستان کې د پانګونې او د افغانستان خلکو او حکومت سره د روغتیایي، تاریخي ابداتو د بیارغاونې او بشردوستانه همکاریو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، حکومت به اغاخان بنسټ ته د پانګونې او فعالیت په موخه نورې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي.