د رزمي ورزش او د افغانستان د سینما ځوان لوبغاړي عباس علي زاده چې د افغانستان په بروسلي مشهور دی، د هانګ کانګ او د امریکا سینما د پخواني لوبغاړي بروسلي په اړه په یوه امریکایي فلم کې لوبېږي.

د (هغه بېرته راستون شو) په نوم دغه فلم به د امریکا متحده ایالتونو سینما یا د هالیود له خوا جوړ شي.

ښاغلي علي زاده ویلي، چې دی به د بروسلي په اړه په یوه امریکایي فلم کې کار وکړي او به فلم کې یې د رول لوبولو لپاره د امریکا متحده ایالتونو له سینما یا هالیود سره یوه قرارداد هم لاسلیک کړی دی.

ټاکل شوې چې د لي جون فان یا بروسلي په اړه د فلم جوړونې لومړی پړاو د ۲۰۱۹ میلادي په فبروي میاشت کې پیل شي.

عباس علي زاده چې ۲۵ کاله عمر لري، څو کاله وړاندې د خواله رسنیو له لارې د افغانستان بروسلي په نوم نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

علي زاده وایي د هانګ کانګ د پخواني فلمي لوبغاړي د بروسلي له رزمي حرکاتو سره مینه لري او هیله مند دی چې هالیود ته یې لاره .

نوموړی تر دې مخکې د هندوستان او د اذربایجان په فلمونو کې رول لوبولی دی.