Wednesday Nov 21, 2018

وسله والو طالبانو په ننګرهار او پروان ولایتونو کې دوه ملکي وګړي وژلي

نوشته شده توسط khaama - Sat Nov 10 2018, 6:45 am

د افغانستان په ختېځ کې د افغانستان ملي پوځ ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د ننګرهار او پروان ولایتونو په مربوطاتو کې یې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې تېره ورځ وسلوالو طالبانو د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالی د فتح آباد په سیمه کې د جاوید په نوم یو تن ملکي وګړي نیولي او وروسته یې په شهادت رسولی دی.

خبرپانه زیاتوي، چې همداشان تېره ورځ وسلوالو طالبانو د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالی د چهار درې په سیمه کې د عامه خلکو په کورونو باندې د درنو وسلو انداختونه ترسره کړې، چی په پایله کې یې یو تن ملکي وګړي شهید شوی دی.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید