Wednesday Nov 21, 2018

د مسکو غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل

نوشته شده توسط khaama - Sat Nov 10 2018, 5:56 am

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې په اړه عکس العمل وښود.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې افغان حکومت له هر هغه هېواد څخه هرکلی کوي چې د سولې د خبرو اترو په برخه کې له افغانستان ملاتړ کوي، او همداراز د افغانانو په مالکیت او مشری یې د سولې پر بهیر ټینګار کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د مسکو نننی غونډه د (مسکو فارمټ) له غونډو سره تړاو نه لري ځکه د مسکو فارمټ په چوکاټ کې مخکینی ناستې د خپلواکو هېوادونو ترمنځ جوړه شوې وه چې پکې د افغان حکومت استازو هم ګډون کړی و، خو په نننی غونډه کې یې د طالبانو استازي هم دعوت شوي؛ د اصولو له مخې او د تاشکند او د کابل پروسې د تېرو غونډو د پرېکړو په اساس باید افغان حکومت او د طالبانو استازي  مخامخ خبرو ته کښېني.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې افغان حکومت، د کابل او تاشکند غونډو د منل شویو اصولو په اساس، چې بنسټ یې ملي او بین المللي اجماع دی، د سولې پروسې په پرمخ بیولو ټینګار کوي او له همدې امله یې مسکو غونډې ته هېڅ استازی نه دی استولی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د سولې عالي شورا د یو ملي او غیر دولتي بنسټ په توګه د روسیې په بلنه په دغه غونډه کې ګډون کړی دی؛ افغان حکومت هیله من  دی چې د افغانستان او روسیې د هوکړې له مخې، دغه ناسته به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخو خبرو ته لاره هواره کړي او طالبانو ته یې باید دا اجازه ورنه کړل شي چې له دې غونډې څخه ابزاري استفاده وکړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید