Wednesday Nov 21, 2018

ولسمشر غني په بامیانو کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانيستې

نوشته شده توسط khaama - Sat Nov 10 2018, 5:08 am

ولسمشر محمد اشرف غني بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون په دغه ولایت کې د برېښنا رسولو درې سترې پروژې پرانیستې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو پروژو کې د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن، له دوشي څخه تر بامیانو د ۲۲۰ کیلو ولټ لېږد مزي د تمدید او ۲۰ زره کورونو ته د برېښنا د وېش شبکه شامله ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن پروژه د ۳۲ میګاواټو په ظرفیت د بامیانو په دشت اژدر سیمه کې موقعیت لري، ۱۱،۶ میلیون ډالره لګښت پرې راځي او عملي چارې یې (M/S Xinjiang Electric Power Construction)  د ام اس زینجاینګ چینایي قراردادي کمپنۍ له لورې اجرا کېږي.

د ارګ ماڼی په وینا، دویمه پروژه یې د ۴۳،۸ میلیون ډالرو په ارزښت ده، د دوشي سب سټیشن څخه تر بامیانو پورې د ۳۰۰ میګاواټو په ظرفیت د ۲۴،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د ۲۲۰ کیلوولټ لېږد مزي تمدید دی چې عملي کار یې د هندي (Shyama Power) شیاما پاور  قراردادي کمپنۍ له لورې ترسره کېږي.

د درې واړو پورته ذکر شویو پروژو مالي لګښت د اسیابي پراختیایي بانک له لورې تموېلېږي چې د دوو کلونو په موده کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید