Monday Nov 12, 2018

فاریاب کې د سرې قطعې ډلمشر په ګډون لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

نوشته شده توسط khaama - Fri Nov 09 2018, 8:54 am

د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې د طالبانو د سرې قطعې ډلمشر په ګډون شاوخوا ۳۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو پرون په یوه بیان کې وویل، چې د فاریاب ولایت د دولت ولسوالی په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا ۵:۲۰ د امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ وسله وا مخافین وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو د سرې قطعې یو ډلمشر هم شامل دی خو هویت یې تر اوسه نه دی تثبیت شوی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د نښتې په ترڅ کې د وسله والو یو بل ډلمشر ملا نجیب الله هم ټپي شوی دی.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید