د تخار ولایت د رستاق ولسوالی په مربوطاتو کې د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې چاودنه شوې چې له امله یې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د تخار سیمه ییز چارواکي وایي پیښه نن د غرمې وروسته د ولسي جرګې د ټاکنو د یوې نوماندې په غونډه کې رامنځته شوې ده.

امنیتي سرچینې وایي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پیښه د ولسي جرګې نوماندې د نظیفه یوسفي بیک د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې رامنځته شوې خو د تخار د امنیه قوماندانی د امنیت امر وایي نوماندې ته زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.