Friday Oct 19, 2018

د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې پکتیا کندهار ته او ننګرهار کابل ته ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Sat Oct 13 2018, 9:24 am

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ (ګلبهار شل اوریز غوره لیګ) سیالیو په لړ کې پکتیا کندهار ته او ننګرهار کابل ته ماتې ورکړه.

د ګلبهار افغانستان شل اوریز غوره لیګ لسمه لوبه پرون د پکتیا پنترز او کندهار نایتس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې پکتیا پنترز خپلې سیالې لوبډلې کندهار نایټس ته د نهو ۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه د پکتیا پنترز وګټله او په دې سره یې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه چې دغې لوبډلې په ۱۸،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو؛ کندهار ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

خو د کندهار نایتس لوبډله ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړي، ټوله لوبډله يې په ۱۹،۴ اوور کې د ۱۱۸منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، د ګلبهار افغانستان غوره لیګ د ۱۱ مې لوبې پچه کابل ځوانانو لوبډلې وګټله او ننګرهار لیپرډز لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

په ټوله کې ننګرهار لیپرډز د ۵ ویکټو په پریوتو ۱۸۲ منډې وکړې او کابل ځوانانو لوبډلې ته یې د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

خو د کابل ځوانان لوبډله ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړي او په شلو اوورنو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې او له دې سره ننګرهار دغه لوبه د ۱۵ منډو په توپیر وګټله.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید