Tuesday Dec 11, 2018

د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې طوفان هریرود د میوند اتلانو ته ۳-۰ ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Sat Oct 13 2018, 7:22 am

د افغانستان و فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې د طوفانو هریرود لوبډله د میوند اتلانو لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.

د لوبې په ۱۸ مه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی یار محمد ذکیر خان لومړی وکړ،  دوېیم ګول د لوبې په ۲۹ مه دقیقه کې د روف قاري له خوا ووهل شو او درېیم او وروستی ګول د رحمت الله خیرخواه له خوا د لوبې په ۷۴ مه دقیقه کې ووهل شو.

له دې سره د میوند اتلانو لوبغاړي ملا ماته شوه او تر ډېر هڅو یې بیا هم ونه شو کړای یو ګول هم ووهي.

د یادونې وړ ده چې د غوره سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ هم د شاهین اسمایي او د اباسین څپي ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د ۱-۰ ګول په توپیر د شاهین اسمایي په ګټه پای ته ورسېده.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید