Tuesday Dec 11, 2018

ولسمشر غني د تروریزم پر ضد مبارزې د اسلامي ائتلاف سکرتر جنرال سره وکتل

نوشته شده توسط khaama - Fri Oct 12 2018, 7:25 am

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني پرون پنجشنبې د تروریزم پر ضد مبارزې د اسلامي ائتلاف  سکرتر جنرال، ډګر جنرال عبدالله بن عثمان صالح او ورسره پلاوي سره وکتل.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې، د تروریزم د تمویل د مخنیوي، پوځي همکاریو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

ډګر  جنرال عبدالله بن عثمان صالح وویل، د تروریزم پر ضد مبارزې اسلامي ائتلاف  به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې چې ګډ ګواښ دی، د افغانستان خلکو او حکومت  څخه هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.

جمهوررئیس محمداشرف غني تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او هڅې چې تل یې خپله مېړانه او اتلولي ښودلې یادې کړې او له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې یې د یاد ائتلاف رول مهم وباله.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید