Tuesday Dec 11, 2018

فاریاب کې موټر بم چاودنې وسله والو طالبانو او ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

نوشته شده توسط khaama - Fri Oct 12 2018, 7:18 am

د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ سرچینې وایي د فاریاب ولایت په مربوطاتو کې موټر بم چاودنه شوې چې  له امله یې د ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په ګډون ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې پیښه د خواجه ناموسي بازار په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چاودنې له امله ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور تپیان دي.

د شاهین قول اردو په وینا، یادو وسله والو پر امنیتي ځواکونو او یا هم پر ټاکنیزو کمپاینونو د برید نیت درلود او غوښتل یې په میمنه ښار کې موټر بم چاودنه وکړي.

د ۲۰۹شاهین قول اردو په وینا، د چاودنې په ترڅ کې پنځه ملکي وکړي هم وژل شوي دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید