Wednesday Dec 12, 2018

د لوي ملي ائتلاف د وروستي اقدام په اړه د ولسمشر دوهم مرستیال غبرګون

نوشته شده توسط khaama - Tue Sep 18 2018, 11:15 am

د افغانستان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په ځینو ولایتونو کې د انتخاباتي دفترونو د تړل کېدو په اړه عکس العمل وښود.

د ولسمشر دوهم مرستیال نن په پلازمېنه کابل ښار کې د عاشورا په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د انتخاتي دفترونو تړل د افغانستان له اساسي قانون سرغړونه وباله او زیاته یې کړه چې دا کار د ډموکراسي او د خلکو د ګټو خلاف دي.

د یادونې وړ ده چې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د هرات په ګډون په ۳ ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.

د یاد ائتلاف پلویان وایي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.

د لوي ملي ائتلاف یو بل غړي احمد ضای مسعود نن خبریالانو ته وویل، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته لازمه پاملرنه ده شوې او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتني ونه منل شي، د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه به وتړل شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید