Sunday Oct 21, 2018

د سیاسي ګوندونو اعتراضونو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی خبرداری

نوشته شده توسط khaama - Tue Sep 18 2018, 10:05 am

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو خبرداری ورکوي چې  یو شمېر سیاسي ګوندونو وروستي اعتراضونه  او د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو تړل کېدل به د انتخاباتو د خنډ او ځنډ لامل شي.

ښاغلي یاماموتو پرون دوشنبه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې ځانګړې ناستې ته  وویل، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او افغان حکومت له تخنیکي پلوه چمتو دي چې ټاکنې پر وخت ترسره کړي.

خو نوموړی د حکومت، ټاکنو کمېسیون او د سیاسي ګوندونو ترمنځ د وروستيو لانجو په اړه انديښنه څرګنده کړه او وې ویل که روانې لانجې د خبرو له لارې حل نه شي نو دی اندېښمن دی چې دولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی پر سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې خپلې اندېښنې د خبرو اترو له لارې حل کړي او ټینګار یې وکړ چې د یادو ګوندونو اندېښنو ته باید د خبرو لارې ځواب ورکړل شي.

بلخوا د افغانستان لوی ملي ائتلاف غړی او د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر پخواني ځانګړی استازی  احمد ضیا مسعود وایي له سیاسي ګوندونو سره د حکومت تقابل به هېواد له جدي کړکېچونو سره مخ کړي.

نوموړی نن په کابل ښار کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د شخړو هوډ نه لري او ټینګار یې وکړ چې رڼې ټاکنې او په ټاکنیزو کمېسیونو کې اصلاحات د سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه دي.

هغه وویل، چې د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته لازمه پاملرنه ده شوې او حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې که د دوی غوښتني ونه منل شي، د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه به وتړل شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید