Monday Oct 22, 2018

په پکتیا او میدان وردګو کې شاوخوا ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

نوشته شده توسط khaama - Tue Sep 18 2018, 8:09 am

د افغانستان په جنوب ختېځ کې افغان پوځ وایي په خوست او میدان وردګو ولایتونو کې یې د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۴۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ د کهنه دره، خمارو او د سلمان فارس په سیمو کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ تنه وسله وال ترهګروژلي، ۸ تنه ژوبل کړي، یو میل دهشکه او دوه عرادې هاموي موټرونه چې پخوا د دښمن لاسته ورغلي وو له منځه وړيدي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې همداراز ایتلافي هوايي ځواکونو د خوست ولایت نادرشاکوټ ولسوالۍ د سپرکي په سیمه کې وسله وال ترهګر په نښه کړي، ۴ تنه وژلي او یوه عراده سراچه له منځه وړې ده، همدرانګه امنیتي ځواکونو د نوموړي ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژلی اویو بل ژوبل کړی دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، د دې ترڅنګ امنیتي ځواکونو د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ د عمرفقیر په سیمه کې د وسله والو مخالفینو وسله وال برید په شا تمبولی، ۳ تنه وسله وال وژلي، یو میل راکټ انداز او یو موټر سایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی دی.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي چې د تندر قول اردو ماین پاکوونکی ټیم د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړيدي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید