Tuesday Dec 18, 2018

کابل ښار کې د عاشورا پر لمانځوونکو د بریدونو د پلان په تور د داعش ۲۶ غړي نیول شوي

نوشته شده توسط khaama - Tue Sep 18 2018, 6:51 am

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي په پلازمېنه کابل ښار کې د داعش هغه ۲۶ تنه بریدګر چې د عاشورا پر لمانځوونکو د بریدونو پلان درلود نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست یوه باخبره سرچینه وایي دغه کسان د بېلا بېلو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغې ډلې مشر، عبدالله د سلطان شاه زوی، هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د داعش ډلې پلویانو تر دې مخکې هم د کابل ښار په لویدیځ کې ګن بریدونه ترسره کړي دي.

د داعش اورپکو شاوخوا دوه اوونی مخکې په دشت برچي سیمه کې د میوند په نوم یوه ورزشي کلب په نښه کړه چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

 لومړی چاودنه هغه وخت وشوه چې یوه ځانمرګي بریدګر کلب ته ننوت او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.

دوهمه چاودنه شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته  هغه مهال رامنځته شوه کله چې خلک او امبولانسونه د ټپیانو د ژغورنې لپاره کلب ته څېرمه راغونډ شوي ول.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید