Monday Oct 22, 2018

د اسیایي جام په سیالیو کې افغانستان سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Mon Sep 17 2018, 6:53 pm

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د اسیایي جام سیالیو په لړ کې نن سریلانکا ته د ۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لوبه د عربي متحده اماراتو په ابو ظبي ښار کې شوه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان د ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سریلانکا ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه او رحمت شاه د ۷۲ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

پر نوموړي سربېره احسان ۴۵، محمد شهزاد ۳۴، حشمت الله شاهدي ۳۷، محمد نبي ۱۵، نجیب الله ځدران ۱۲، ګلبدین نایب ۴، راشد خان ۱۳ او افتاب عالم ۷ منډې جوړې کړې.

ورپسې سریلانکا لوبغاړو لوبه پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۵۸ منډې جوړې کړای شوې او په دې توګه افغانستان د ۹۱ منډو په توپیر دا سیالي وګټله.

د سریلانکا دوه لوبغاړي مجیب الرحمن، دوه لوبغاړي راشد خان، دوه لوبغاړي محمد نبي او دوه لوبغاړي ګلبدین نایب وسوځول.

رحمت شاه چې ښه لوبه‌یې وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نومړی د ۹۰ منډو په بدل کې او د ۶ څلوزیزو په وهلو سره ۷۲ منډې جوړې کړې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید