Monday Oct 22, 2018

د هوایي دهلېزونو له لارې د ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

نوشته شده توسط khaama - Mon Sep 17 2018, 10:26 am

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر وایي د دهلېزونو له لارې د شاوخوا ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت بېلا بېل توکي بهر ته صادر شوي دي.

په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د مشاوریت د دفتر د عامه اړیکو مسوول، سمیر رسا خبریالانو ته وویل، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې او په ۱۶۹ پروازونو کې یې د شاوخوا ۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي له کابل او کندهار هوایي ډګرونو څخه د هند ممبي او نوي دهلي، قزاقستان، ترکیه، او عربستان ته صادر شوي.

ښاغلي رسا زیاته کړه، چې له اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند له ټولو ښارونو سره د هوایي دهلیزونو د رامنځته کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

هغه وویل، چې د دغو هوایي دهلیزونو د رامنځته کېدو موخه یادو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې لوړول دي.

ښاغلي رسا په همدې حال کې وویل، چې د اقتصاد عالي شورا د صنعتي پارکونو پالیسي هم تصویب کړی دی.

د ښاغلي رسا په وینا، اوس مهال د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتي پارکونو کې پانګه اچوونکو ته د ځمکو د وېشلو زمینه برابره شوې ده. دغه راز د باریک آب په صنعتي پارک کې به ۱۶ شرکتونو ته د ځمکو د وېش لړۍ په نېږدې راتلونکي کې پیل شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید