Wednesday Nov 21, 2018

ارګ: د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸ پروژو قراردادونه منظور شوي

نوشته شده توسط khaama - Sun Sep 16 2018, 11:55 am

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون د وروستي غونډې په ترڅ کې د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸ پروژو قراردادونه منظور شوي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې ۱۰ تدارکاتي مورده وارزول چې د ۸۲۱ میلیون  افغانیو په ارزښت یې ۸ مورده منظور کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د صحي تاسیساتو د اړتیا وړ طبي مصرفي موادو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد، د فواید عامې وزارت اړوند د ۸۲ کیلو مترو په اوږدوالي د قیصار-لامان حلقوي سړک اول او دویم سکشن ډېزاین د مشورتي خدمتونو پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه او په درې لاټونو کې د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو د اساسي، متوسطه او متفرقه ترمیماتو لپاره د لازمو ضمني خدمتونو او اجناسو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه منظور شول.

د ارګ ماڼي په وینا، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي اردو د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو د ۱۳۹۷ مالي کال د اشپزخانې د اړتیا وړ درې قلمه سون توکو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه، د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د نوري فایبر د ساحوي او مرکزي شبکې د ۴۳ سایټونو د کېبل تمدید د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه هم منظور کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په وروستي غونډه کې د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید