Wednesday Nov 21, 2018

په جنوب ختېځ افغان پوځ ۴۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نوشته شده توسط khaama - Sun Sep 16 2018, 10:42 am

د افغانستان په جنوب ختېځ کې د افغانستان ملي پوځ شاوخوا ۴۱ وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې وړمه شپه د ۲۰۳ تندرقول اردو د دریمې پلې لوأ ځواکونو دغزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د وسله والو ترهګرو ډلییز بریدونه په شاه تمبولی، چې په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په پایله کې دوه میله کلاشنکوفونه سره د شپږعدده شاجورې، یوه کړۍ لاسي بم او دوه کړۍ ماینونه دامنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې د تندرقول اردو دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوی دي.

د تندر قول اردو په وینا، د دې ترڅنګ د تندرقول اردو جزو تامونو د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پورې اړونده د پیرکوټي په سیمه کې ۹ تنه وسله وال مخالفین وژلي او شپږ تنه ژوبل کړي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ او دغزني – زابل په لویه لاره ۲۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید