Sunday Sep 23, 2018

د لوی ملي ائتلاف وروستي اقدام په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت خبرداری

نوشته شده توسط khaama - Sun Sep 16 2018, 6:36 am

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفترونو په وړاندې د سیاسي ګوندونو وروستی اقدام په کلکه وغانده.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال اختر ابراهیمي په یوه بیان کې ویلي، چې سیاسي ګوندونه حق لري چې د قانون په رڼا کې یې اعتراضات وکړي خو په ځینو ولایتونو کې یې د انتخاباتي دفترونه تړل د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف وباله.

نوموړی ټینګار وکړ چې هیڅوک حق نه لري چې د زور له لارې د ټولنیزو بنسټونو دفترونه وتړي او زیاته یې کړه چې امنیتي ځواکونه مکلف دي چې په بېلا بېلو ولایتونو کې یې د انتخاباتي دفترونو امنیت وساتي او د اړتیا په صورت کې به له ځواک څخه کار واخلي.

د لوی ملي ائتلاف باوري سرچینې وایي د یاد ائتلاف پلویانو په هلمند، بلخ، او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

سرچینې زیاتوي، چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون د سیاسي ګوندونو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلي او له همدې امله دوی په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د لوی ملي ائتلاف پلویان خبرداری ورکوي، چې که حکومت او ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیساسي ګوندونو غوښتنو ته مثب ځواب ورنه کړي، نو دوی به په نورو ولایتونو کې هم انتخاباتي دفترونه وتړي.

د بایومټریک له لارې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د بیا پیل او د ټاکنو له بهیر څخه څارنې د لوی ملي ائتلاف او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید