Wednesday Sep 19, 2018

په ۳ ولایتونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

نوشته شده توسط khaama - Sat Sep 15 2018, 4:21 pm

د زابل، جوزجان او بادغیس ولایتونو په مربوطاتو کې له وسله والو سره د نښتې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وایي د نوبهار ولسوالی په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو باندې د وسله والو د برید په ترڅ کې ۸ پولیس سرتېري وژل شوي.

نومړی زیاته کړه، چې پیښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده او په ترڅ کې درې امنیتي سرتېري ټپیان هم شوي.

بلخوا په جوزجان ولایت کې امنیتي چارواکي وایي د قرقین ولسوالی په مربوطاتو کې د وسله والو د برید په ترڅ کې د پولیسو ۴ سرتېري وژل شوي دي.

د جوزجان امنیه قوماندان تقي محمد جوزجاني وایي له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې تر ۲۰ زیات وسله وال وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د بادغیس ولایت د امنیې قوماندانی ویاند نقیب الله امیني وایي په قادس ولسوالی کې د وسله والو د برید په ترڅ کې د ملي پولیسو یوه سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید