Sunday Sep 23, 2018

ولسمشر غني وایي د وسله والو ځواکونو ”وړاندیزونو او کمبودیو ته رسیدګي کېږي“

نوشته شده توسط khaama - Wed Sep 12 2018, 10:42 am

ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړی چې حکومت به د وسله والو ځواکونو وړاندېزونو او کمبودیو ته رسېدګي وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې د له ملکي او پوځي چارواکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د خبرو په لړ کې پرون ماښام له توحید ملي مرکز څخه د بلخ، فاریاب، فراه او کندز  ولایتونو والیانو، امنیه قومندانانو او د ملي امنیت رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د هغوی راپورونه او وړاندیزونه واورېدل.

د ارګ ماڼی په وینا، جمهور رئیس غني د یادو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د تهدیدونو د دفعه کولو په اړه هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمهور رئیس وویل، د واضح تصویر له ترلاسه کولو او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ غونډه کې له تصمیم  وروسته به د ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د وړاندیزونو په اړه لازم اقدامات وشي.

د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي ”همدارنګه د هېواد جمهور رئیس د قول اردوګانو، د ۲۰ فرقې او د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندانانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغوی د ټاکنو د امنیت د تامین، د دښمن ځپلو ته د چمتووالي او همدارنګه  د شته ننګونو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل. “

د ارګ ماڼی له مخې، جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په قول اردوګانو کې د امنیتي قواو او همدارنګه د امنیت تامین او د دښمن ځپلو کې د وسله والو ځواکونو د هلو ځلو مننه وکړه وې ویل، وړاندیزونو او کمبودیو ته رسیدګي کېږي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید