د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګونې دوهم نندارتون نن د هند په ممبي ښار کې پیل شو او د سپټمبر تر ۱۵ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د بریالیتوب د لارې په نوم د دې نندارتون په پرانیست کې غونډه د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس هم ګډون کړی دی.

هغه وویل، چې ملي یووالي حکومت د تجارت او مالي اسانتیاو ته د لاسرسي په موخه پراخ اصلاحات راوستلي دي او د سوداګرو او خصوصي سکټور غوښتنو ته رسېدګي کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې افغانستان د منځنی او جنوبي اسیا ترمنځ د یو ارتباطي پل په حیث د ترانسپورت، انرژي او نورو برخو کې یو مهم رول لوبولای شي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وویل، چې حکومت ژمن دی چې له پانګوالو او افغان او بهرنیو تاجرانو سره مرسته وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس تردې مخکې ویلي و چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت غواړي افغانستان ته نور پانګونه راجلب کړي.

د ښاغلي بس په وینا، د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګوني د لومړی نندارتون په نتیجه کې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شوي وو.