Sunday Sep 23, 2018

یوه ملا امام په هرات ولایت کې یو جومات تخریب کړی

نوشته شده توسط khaama - Wed Sep 05 2018, 7:27 am

د هرات ولایت د حج او اوقاف ریاست تائیدوي چې یوه ملا امام له امامت څخه تر لرې کېدو وروسته د یو جومات ودانی تخریب کړی دی.

د هرات د حج او اوقاف رئیس سید محمد شیرزي وایي د هرات د نمبر (۱) سیمې د جومات پخواني ملا امام عبدالرحمن د جومات ځینې برخې تخریب کړی.

ښاغلي شیرزي زیاته کړه، چې د یاد جومات ملا امام وروسته له هغه په دې کار لاس پورې کړ د خلکو د شکایتونو په اساس له خپلې دندې ګوښه کړای شو.

د ښاغلي شیرزي په وینا، ملا عبدالرحمن د جومات د دوهم پوړ ځینې برخې تخریب کړی او ادعا کوي چې د جومات دغه برخه له خپل شخصي جیب څخه ودان کړی و.

د ملا امام دغه کار د ځایي اوسېدونکو او په ټولنیزو شبکو کې یې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي.

ځایي اوسېدونکي ادعا کوي چې ملا عبدالرحمن د جومات ځینې وسایل هم له ځان سره وړي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. نام این ملا عبدالفتاح نیکنام است نه عبدالرحمن
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید