Tuesday Nov 20, 2018

افغانستان د اسيا جام سیاليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

نوشته شده توسط khaama - Mon Sep 03 2018, 7:36 am

په اسیايي جام سياليو کې د ګډون په موخه د افغانستان کرکټ بورډ اداره تېره ورځ خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بینا کې ویلي، چې پرون یکشنبه د يوه خبري کنفرانس پر مهال د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کميټې په اسیايي جام سياليو کې د ګډون په پار ملي لوبډله د رسنيو پر وړاندې ډاګیزه کړه.

د کرکټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل په حواله راغلي چې دا ځل د ملي لوبډلې په جوړښت کې ۱۷ تنه لوبغاړي ځای شوي چې منیراحمد کاکړ پکې نوی نوم دی.

هغه د لوبډلې د اعلانولو پر مهال محمد شهزاد محمدي (ويکېټ ساتونکی)، محمد جاويد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدران، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ(ویکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خیل، ګلبدين نایب، راشدخان، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد او وفادار یاد کړل.

ښاغلي نوروز هیله مندي وښوده چې دا ځل به نه یوازې دا چې په اسیا جام سیالیو کې ښه لوبه کوو بلکې د لا ښو لاسته راوړنو هيله لرو.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید