Tuesday Nov 13, 2018

افغانستان په رګبي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Sat Sep 01 2018, 10:39 am

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په ادونزیا کې د اسیایي سیالیو په لړ کې پاکستان ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې چارواکي وایي د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې د ۷ پواینټونو په ځواب کې ۱۵ ترلاسه کړل.

چارواکي زیاتوي، چې د افغانستان رګبې لوبډلې تر دې مخکې متحده عربي اماراتو ته ۳۶ د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه.

خو چارواکي وایي د رګبي افغان لوبډله د اسیایي سیالیو په لړ کې د سریلانکا او کوریا په وړاندې ماته منلې وه.

د المپیک ملي کمیتې د معلوماتو له مخې، د افغانستان رګبي ملي لوبډله نن د اندونزیا په وړاندې خپل وروستي لوبه ترسره کوي.

د اندونزیا په وړاندې د بریا په صورت کې به افغانستان د رګبي لوبو په برخه کې د اسیايي سیالیو نهم خپل کړي.

کرکټ، فوټبال او باسکېټبال هغه ډله ییزې لوبې دي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان په کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید