Wednesday Nov 14, 2018

افغانستان په وروستي لوبه کې ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

نوشته شده توسط khaama - Fri Aug 31 2018, 2:53 pm

د افغانستان کرکـټ ملې لوبډلې د ایرلنډ پلازمېنې بلفاسټ کې له ایرلنډ سره د دریو یوه ورځنیو لوبو وروستي لوبه کې یې د ایرلنډ ملي لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.

ایرلنډ لوبډلې په لومړۍ بیټنګ کولو سره د ټاکلو ۵۰ اورونو په ۳۶م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۲۳،۵ اوور کې د ۲ وکټو په زیان سره پوره کړل او سیریز یې ۲-۱ وګاټه.

په توپ اچونه کې د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي راشد خان ۳، آفتاب عالم ۲،  محمد نبي ۲، ګلبدین نایب ۲ او اصغر ستانکزي ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړل.

د افغان لوبډلې لوبغاړی احسان الله جنت د ۵۷ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.

ورپسې افغان لوبغاړي محمد شهزاد ۱، رحمت شاه ۳۳ او حشمت الله شاهدي ۳۴ منډې جوړې کړې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید