Tuesday Nov 13, 2018

ایرلنډ له افغانستان څخه دوهمه یو ورځنی لوبه وګټله

نوشته شده توسط khaama - Thu Aug 30 2018, 6:48 am

ایرلنډ د درېیو لوبو لړۍ کې دوهمه یو ورځنی لوبه له افغانستان څخه په دریو ویکټو وګټله او سیریز یې ۱-۱ مساوي کړ.

د افغانستا کرکټ بورډ په یوه بیان کې ویلي، چې د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې خپله د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د افغانستان ملي لوبډله په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او ایرلنډ ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.

د افغان لوبډلې لوبغاړی نجیب الله ځدران د ۴۲ منډو په جوړولو سره د ټولو نه زیاتې منډې جوړې کړې.

ورپسې افغان لوبغاړي رحمت شاه ۳۲، اصغر ستانکزي ۳۹، افتاب عام ۱۶، مجیب الرحمن ۱۲، محمد نبي ۱۳، راشد خان ۱۰، ګلبدین نایب ۷، حضرت الله ځاځي ۱، او حشمت لله شهیدي ۲ منډې جوړې کړې.

د ایرلنډ ملي لوبډله دغه هدف په وروستي ۴۳م اوور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید