Sunday Sep 23, 2018

د حنیف اتمر د استعفا په اړه په کابل کې د امریکا سفیر عکس العمل

نوشته شده توسط khaama - Sun Aug 26 2018, 3:02 pm

په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفیر جان باس د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر د استعفا په اړه عکس العمل وښود.

ښاغلي باس د یو بیان په خپرولو سره د افغانستان د ساتنې په برخه کې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتیژیکې ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره د ښاغلي اتمر کار ستایلی دی او ور څخه مننه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي باس په حواله راغلي، چې ولس ته د ښاغلي اتمر خدمتونه د ټولو لپاره یو ښه مثال دی.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي اتمر پرون ماښام نا وخته له خپلې دندې استعفا وکړه او د خپلې استعفا لامل یې د حکومت له مشرتابې سره په سیاسي چارو کې د جدي اختلافاتو موجودیت بللې دي.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار د محمد حنیف اتمر استعفا د هېواد لوړو ګټو ته په کتو منلې ده.

نوموړی دغه څرګندونې د ملي امنیت شورا لپاره د نوي سلاکار حمد الله محب د پیژندلو په مراسمو کې وکړې.

ولسمشر غني وویل ”د خپل دوست او دوامداره همکار د استعفا منل راته ستونزمن تصمیم و، خو د هېواد د ملي ګټو په خاطر مې باید دغه تصمیم نیولی وای. “

هغه د هېواد د ملي امنیت د مخکېني سلاکار محمد حنیف اتمر د خدمتونو او هڅو قدرداني وکړه وې ویل ”ښاغلي اتمر په بېلابېلو برخو کې ډېر زحمتونه ګاللي، هېواد هغه ته اړتیا لري او په نورو برخو کې به د هغه له تجربو استفاده وشي. “

جمهوررئیس وویل ”د امنیتي سکتور مسوولینو ته مې لارښوونه کړې چې د محمد حنیف اتمر ټول امنیتي او شخصي تدابیر دې پر خپل ځای وي. اوس زمونږ موخه دا ده چې خپل فکر پر راتلونکي متمرکز کړو. “

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

1 Comment

Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last
  1. معلوم میشه کاندید ریاست ج آینده افغانستان به پشتیبانی امریکا آقای اتمر خواهد بود.
Comments -49 - 0 of 1First« PrevNext »Last

نظر دهید