Monday Nov 19, 2018

افغان او ائتلافي ځواکونو ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

نوشته شده توسط khaama - Wed Aug 15 2018, 9:04 am

افغان او ائتلافي ځواکونو د بېلا بېلاتو عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۳۵ وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په جنوب ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې  د ۲۰۳ تندرقول اردو دلومړۍ پلې ښایسته لوا منسوبینو د پکتیا ولایت جانی خیلوولسوالۍ د لواړي په سیمه کې له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې ۱۷ تنه وسله وال ترهګر وژلي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو نښتو په ترڅ کې شاوخوا ۱۵ تنه وسله وال مخالفین ټپیان هم شوي.

پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د پکتیا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

همداراز ایتلافي هوايي ځواکونو د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په سوې سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړي د برید په پایله کې یې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژلي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید