Wednesday Nov 21, 2018

د ولسي جرګې د احتمالي کاندیدانو د حذف په اړه ارګ ماڼی عکس العمل

نوشته شده توسط khaama - Sun Aug 12 2018, 6:45 am

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی د کاندیدانو له نوملړه د یو شمېر کسانو نومونو د حذفولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پرېکړې په اړه عکس العمل وښود.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي ”د ملي وحدت حکومت تل رڼو، عادلانه او په موقع ټاکنو ترسره کولو ته ژمن ؤ او دی، د ټاکنیزو کمیسیونونو استقلالیت او واکونه په قانون کې څرګند او واضح دي.  حکومت د هېواد نافذه قوانینو سره سم د ټاکنو کمیسیون او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون استقلالیت ته بشپړ درناوی درلود او لري یې. “

خبرپاڼه زیاتوي، چې د اعلان شوي تقویم سره سم د ټاکنو ترسره کېدل د ملت او دولت غوښتنه ده چې د ملي وحدت حکومت له تعهد، د افغانستان له اساسي قانون او د هېواد له نورو نافذه قوانینو څخه سرچینه اخلي. نو په خپل وخت د ټاکنو په کېدو کې هیڅ ډول تردید ځای نه لري.

د ارګ ماڼی له مخې، د دغې ملي پروسې او ازموینې بریا د ټولو اقشارو او ګرانو وطنوالو له خوا د هېواد د نافذه قوانینو له رعایت او د خلکو  له همکارۍ پورې تړلې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرون اعلان وکړ چې له ۱۳ ولایتونو څخه د ۳۵ کسانو نومونه د کاندیدانو له نوملړه حذف شوي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید