Saturday Oct 20, 2018

په کابل ښار کې یو تن د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی

نوشته شده توسط khaama - Sat Aug 11 2018, 5:46 pm

په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي د کابل ښار له مربوطاتو څخه یو تن د خپل زوی د وژنې په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د کابل د امنیې قوماندانی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رمضان د خدا داد زوی او د بلخ ولایت د چمتال ولسوالی اصلي اوسیدونکی د خپل زوی د وژنې په تور نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې رمضان د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بهادر خان له سیمې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

د امنیې قوماندانی د معلوماتو له مخې، رمضان څو موده وړاندې خپل ۱۶ کلن زوی د نامعلومو دلایلو له مخې په بې رحمانه توګه وژلي و او جسد یې د خپل کور د انګړ په  صحن کې پټ کړی و.

تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو په وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید