Wednesday Sep 19, 2018

عمران خان د افغانستان په اړه خپله راتلونکې تګلاره اعلان کړه

نوشته شده توسط khaama - Thu Jul 26 2018, 4:56 pm

د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې مخکښ نوماند عمران خان د افغانستان په اړه د خپلې احتمالي حکومت تګلاره اعلاان کړه.

نومړی د اکثریت رایو له ګټلو وروسته نن ماښام په لومړی خبري ناسته کې وویل، چې د تحریک انصاف ګوند تر مشری لاندې حکومت به یې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري.

عمران خان وویل، چې د ترهګرو په ضد او د جهاد په وخت کې یې جګړه تر نورو ډېر افغانان کړولي او دی غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي محدودیتونه لېرې کړي څو د دواړو هېوادونو خلک وکولی شي د اروپايي ټولنې د هېوادونو په څېر له یو بل سره اسانه تګ راتګ ولري.

د تحریک انصاف ګوند مشر دا هم وویل چې د پاکستان ثبات د افغانسان له سولې سره تړلی دی او له همدې امله پاکستان په افغانستان کې امنیت او ثبات غواړي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د عمران خان په مشری د تحریک انصاف پاکستان ګوند تر اوسه د ملي اسملي له ۲۷۲ څوکيو څخه ۱۱۳ ګټلي دي.

که څه هم په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې خو د پاکستان د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې ټاکنې ۱۰۰ فیصده په شفاف او عادلانه ډول ترسره شوې دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید