د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار وایي د لوی اختر په مناسبت کې د طالبانو په وړاندې اوربند د خلکو په غوښتنه او ملي ګټو ته په کتو اعلان شي.

نوموړی نن د جرګې په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وویل ”دا چې پدې وروستیو ورځو کې د بیا ځلې احتمالي اوربند ګنګوسې دي نو د حکومت او په ځانګړې توګه مو د جلالتماب ولسمشر څخه غوښتنه ده چې تیرې تجربې، د هیوادوالو غوښتنو او ملي ګټو ته په کتو دې اقدامات ترسره شي او د دښمن او سیمې د استخباراتو شومې پلمې دې په پام کې ونیول شي، پدې تړاو به د مجلس د غړو او هیوادوالو وړاندیزونه او اندیښنې دحکومت د مشرتابه په غونډه کې مطرح او خپل دریځ به یې په اړه څرګند کړو. “

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی چارواکي وایي، ددې احتمال شته چې حکومت یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې اوربند اعلان کړي.

د افغانستان د دلسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري د شنبې په ورځ له خبریالانو سره د مرکې پر مهال وویل، چې دغه اوربند به د لوی اختر په مناسبت اعلان شي.

د ښاغلي چخانسوري په وینا، د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښې نښانې لیدل کېږي او دغه اوربند به د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د اجرائیه ریاست چارواکو له دې وړاندې ویلي وو چې د روانو تاوتریخوالو د پای ته رسولو لپاره د ښه نیت څرګندولو په موخه د ملي یووالي حکومت مشران د لوی اختر په مناسبت کې د اوربند پر اعلان غور کوي.