Wednesday Jul 18, 2018

هلمند کې د طالبانو پر یوه غونډه د امریکایي ځواکونو هوایي برید مرګ ژوبله اړولې

نوشته شده توسط khaama - Sat Jul 14 2018, 7:25 am

په هلمند ولایت کې چارواکي د طالبانو پر یوه غونډه د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې پرون شاوخوا دوه بجې د موسی کلا ولسوالۍ شمال لور ته ايتلافي ځواکونو د وسله والو طالبانو یوه غونډه تر هوايي برید لاندې نېولې، چې له مخې يې د دښمن ۸ تنه وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي برید په ترڅ کې ۷ میله کلاشینکوفونه او ۵ میله آر پي جي راکټونه يې له منځه وړل شوي دي.

د ولایت مقام په وینا، ياده سیمه مخکې له مخکې تر هوايي څارنې لاندې وه، چې د دښمن تر کره موجودیت وروسته پرې بریدونه وشول.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هلمند د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید