Tuesday Nov 13, 2018

چارواکي: غزني کې د طالبانو یو مشهور او ظالم قوماندان نواب احمد حقاني وژل شوی

نوشته شده توسط khaama - Sat Jul 14 2018, 5:37 am

په غزني ولایت کې چارواکي وایي له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو مشهور او ظالم قوماندان نواب احمد حقاني وژل شوی دی.

د غزني امنیه قوماندانی په یوه بیان کې ویلي چې نواب احمد حقاني چې په غزني ښار کې د طالبانو یو مشهور او ظالم قوماندان وو دپنجشبنې په شپه له خپلو ملګرو سره دغزني ښار د قلعه قاضي په سیمه کې د زړورو سرتیرو سره په مخامخ نښته کې ختم شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نواب احمد حقاني په ښار کې به یې دمخامخ نښتو ترڅنګ چریکې بریدونه هم کول.

د امنیه قوماندانی په وینا، احمد حقاني یو ظالم سړی وو چې دزیاتو بې ګنا خلکو او ښاریانو د شهادت سبب ګرځیدلی وو نوموړي څو ورځي وړاندي دغزني ښار د ځانګړو ځواکونو قوماندان څارمن محمد ظریف هم شهید کړ.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نواب احمد د ښار په کمربندي پوستو بریدونه کول او ددې ترڅنګ به يې په لویو لارو کې ماینونه خښول او پولیس او عام خلک به يې په نښه کول دده په ختمیدو سره به دغزني ښار په امنیت کې مثبت بدلون راشې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دنواب احمد د ابوبکر ورور ده چې هغه هم دطالبانو یو مشهور قوماندان ده. باید وویل شې چې په دې برید کې امنیتي سرتیرو ته هیڅ زیان نده اوښتی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید