Tuesday Nov 13, 2018

پاکستان کې چاودنې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نوشته شده توسط khaama - Fri Jul 13 2018, 10:20 am

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۲ نور ټپیان دي.

چارواکي وایي پیښه نن د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د خیبر پښتنوخوا پخواني اعلی وزیر او د جمعیت علمای اسلام فضل نوماند اکرم خان دراني موټر ته څېرمه رامنځته شوې ده.

په بنو کې د پولیسو یوه افسر خرم راشد وایي چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال وشوه کله چې ښاغلي دراني موټر له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.

نوموړی زیاته کړه، چې د چاودنې په ترڅ کې ښاغلي دراني ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر محمد طاهر وویل چې د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د عوامي ملي ګوند نوماند هارون بیلور د ځانمرګي برید په ترڅ کې ووژل شو.

په دغه چاودنې کې د ښاغلي بیلور په ګدون لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي و او د برید مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی و.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید