Thursday Sep 20, 2018

په ختېځ کې امریکایي او افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نوشته شده توسط khaama - Fri Jul 13 2018, 8:18 am

په افغانستان کې د امریکا پوځ وایي په ختېځ کې د عملیاتو په ترڅ کې د یو امریکایي سرتېری په ګډون یو شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا پوځ رسنییز دفتر په یوه بیان کې ویلي چې یو سرتېری چې د افغانستان په ختېځ کې د عملیاتو په ترڅ کې ټپي شوی و، ساه ورکړه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیات کې د افغان پوځ یوه سرتېری هم وژل شوی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو پوځ په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه معلومه نه ده چې دغو سرتېرو ته د افغانستان په کوم ولایت کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو او نورو وسله والو په وړاندې په عملیاتو بوخت دی.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اوونی مخکې هم د افغانستان په جنوب کې د د داخلي برید په ترڅ کې درې امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید