ولسمشر محمد اشرف غني وایي حکومت د جنګ د ختمولو لپاره پوره هڅې کړي دي او دوی (طالبانو) ته د جنګ د دوام هیڅ پلمه نه ده پرې اېښې.

نوموړی پرون د لغمان ولایت له دیني عالمانو سره د کتنې پر مهال وویل”زه حاضر یم هر ځای کې دوی سره مذاکره وکړم، خرقه شریفه، مهترلام بابا او هر ځای کې چې وایي زه حاضر یم. “

ولسمشر غني  څرګنده کړه،  که اوربند درې ورځې له شرعي پلوه څه باک نه لري، نو ولي باید تمدید نشي، د جنګ د دوام لپاره څه دلیل لري، تاسو زما استازي یاست ورنه وپوښتئ چې څه شرایط لرئ.

جمهوررئیس وویل، علماوو ته کاري زمینه او جوماتونو کې د روزنې امکانات برابروو، هغه له دیني علماوو څخه وغوښتل، کرنه، احصایه او فساد سره مبارزه کې راسره برخه واخلئ، پخوا به د اوبو په انتظام او د ځمکو سنجش علماوو کاوه، د دوی نقش په هره برخه کې خورا مهم دی.

که څه هم افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د روژې میاشتې له ۲۷ څخه د اختر تر ۵ ورځې پرې د اعلان شوی اوربند موده تمدید کړه خو طالبانو په رسمي توګه د سولې د خبرو لپاره تر اوسه پورې چمتوالی نه دی ښودلی.

بلخوا ولسمشر غني د یکشنبې په ورخ  په جلال اباد ښار کې له ولسونو سره د کتنې پر مهال وویل ” د سولې په برخه کې پرمختګ شوی او هيله من يو، چې په هېواد کې تلپاتې سوله رامنځته شي. “

ولسمشر غني په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل خو زیاته یې کړه چې ”زما دنده ده،چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسوم . “

د هېواد ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د اوربند په اړه وویل ”هر ډول اور بند ته چمتو یم . “